د وزارت په تعلیمي مرکزونو کې د معلوماتي تکنالوژي سیستمونو د فعالېدلو پرانيست غونډه

khoram2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۱ - ۱۸:۴۷
لیسو کې معلوماتي تکنالوژي

۴/۱۲/۱۴۴۵

په پلازمېنه کابل او د هیواد په شپږو نورو ولایتونو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په اړوندو ښوونیزو مرکزونو کې د ځلاند افغان مؤسیسې په همکاري د معلوماتي سیستمونو د فعالېدلو پرانیست غونډه، نن ورځ د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د وزارت د رهبري د نورو غړو او د ځلاند افغان مؤسیسې د رئیس انعام الحق احساس په ګډون ترسره شوه. په دغه غونډه کې د ځلاند افغان مؤسیسې رئیس ښاغلي احساس وویل چې دوی به د خپل کاري ټیم په وسیله یاد وزارت په اړوند تعلیمي مرکزونو کې ښوونکو او اداري کارکوونکو ته د معلوماتي سیستمونو په هکله هر اړخیز سیمنارونه وړاندې کوي چې له کبله به یې دوی وکولای شي چې د زده کوونکو درې کلنې نمرې، نتایج، شقې، حاضري او نورې اړوند چاري په اسانۍ سره مخ ته یوسي. نوموړي د هیواد خدمت ته د ژمنتیا ترڅنګ زیاته کړه چې اوس د مؤسیساتو د خدمت لپاره بهترینه موقع برابره ده که څوک غواړي دغه ملت ته خدمت وکړي همدا اوس یې وخت دی. د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي احمد وویل: نن لله الحمد داسي حکومت راغلی چې د پردیو د ګټو لپاره د چا وینې نه تویوي، نن ډلې ټپلې نشته، زور واکۍ ختمې شوې او ټول افغان ملت د اسلامي نظام تر چتر لاندې راټول دی. هغه زیاته کړه: له مرستندویه بسنټونو او مؤسیساتو سره مو دا ژمنه ده چې موږ به پوره همکاري ورسره کوو خو له دوی څخه مو غوښتنه ده چې، د ولس اساسي ستونزې په نظر کې ونیسي په هغه برخه کې خدمتونه ورته وړاندې کړي. د یادې غونډې په وروستیو کې د بررسي معین ښاغلي غزنوي د ناستې دُعا وکړه او د لیسې د ټرینینګ د پرانیستې پټۍ یې غوڅه کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu