د بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت د زده کړیالانو د جذب کانکور ازموینه واخیستل شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۴:۳۰
خبر

 

۷/۹/۱۴۴۵ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت د زده کوونکو د جذبولو په موخه له سرحدي، لرې پرتو او محرومو سیمو څخه راغلیو زده کوونکو څخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه. 

په دغه ازموینه کې د ګډون په موخه څه باندې ۵۰۰ زده کوونکو نوملیکنه کړې وه، چې له جملې یې له ۳۷۰ تنو نن د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو لوی ریاست د استازو په حضور کې ازموینه ترسره شوه.
  
د دغه امتحان په پایله کې به ۳۰۰ تنه د خپل لیاقت او استعداد په اساس د انستیتیوت څلورو څانګو (کمپیوتر زده کړه، انجنیري، اقتصاد او کرنې) پوهنځیو ته ور وپېژندل شي او پایلې به یې دوه ورځې وروسته د وزارت له ویب پاڼې نشر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu