د علومو اکاډمي له علمي غړو او اکاډمیکو څېرو سره ناسته

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۱:۲۳
خبر

  ۱۶/۴/۱۴۴۵ 

 د افغانستان د علومو اکاډمي له علمي غړو، اکاډمیکو شخصیتونو او یو شمېر نورو علمي کادرونو  سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د یاد وزارت د ناستو په تالار کې وکتل چې پر مهال یې د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ملا حمدالله فطرت او یو شمېر نورو کارکوونکو هم حضور درلود.   د ناستې په پیل کې د علومو اکاډمي څو تنو علمي غړو د یاد وزارت له بلنې څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د دغه وزارت د دوو چاپي رسنیو (جرګه او هموطن) مجلې چې د هیواد په کچه له خورا ډېر علمي ارزښت څخه برخمنې دي دوی یې د تحریر او لیکنې په برخه کې پوره همکاري او ملاتړ ته ژمن دي. راغلیو علمي شخصیتونو همدا راز وویل: د دې لپاره چې یادې چاپي رسنۍ لا هم ارزښتمنې شي د علمي مرکزونو او لا زیاتو علمي شخصیتونو سره د همغږۍ په موخه دي ناستې وشي او په یادو مجلو کې دي ورڅخه ګټه واخیستل شي.   د یاد وزارت سرپرست ښاغلي نوري د علومو اکاډمي علمي غړو او راغلیو مشهورو څېرو ته تود هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: د دې هیواد ټول وګړي د یوه بدن د غړو او اعضاوو رول لوبوي او تاسې د دې نظام د قیوم (تکیې) حیثیت لرئ. ښاغلي نوري همدا راز وویل: د افغانستان وګړو د اسلام په راتګ سره داسي قربانۍ ورکړې چې تاریخ یې د مېړانې شاهدي ورکوي، دې خاوري نه یوازې په توره کې بلکې په قلم کې هم د نړۍ په کچه نومیالي روزلي، چې مسؤلیت یې اوس دغه ناستو او نورو علمي شخصیتونو ته پاته دی. هغه لیکوالانو ته په اشارې سره وویل: اوسنی نسل باید د جهاد او انقلابونو قربانۍ او مېړانې د خپل قلم په څوکه تر راتلونکو نسلونو ور ورسوي. نوموړي د علمي شخصیتونو د ارزښت په اړه وویل: قلم د بدن وینې وچوي، او تاسې د خپل تن وینه د دې ټولنې د را پورته کولو لپاره لګولې دي، ځکه نو تاسې د دې نظام لپاره د طلا په څېر ارزښت لرئ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu