د اهل تشیع قوم له دیني عالمانو او استازو او د زابل شملزو ولسوالۍ له قومي مشرانو سره ناستې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۷ - ۱۵:۱۳
خبر

۱۴۴۵/۴/۱

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست الحاج ملا نورالله نوري د هزاره قوم له مشرانو او د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې په خپل کاري دفتر کې وکتل.

راغلیو هزاره مشرانو د څو ګاونډیو هیوادونو له اهل تشیع دیني عالمانو سره د افغانستان د اهل تشیع دیني عالمانو په استازیتوب د ناستو او سفرونو په اړه خبرې وکړې او د یادو دیني عالمانو نیک نظرونه یې ناستې ته وړاندې کړل. دوی زیاته کړه چې موږ د خپل هیواد اصلي انځور په یادو ناستو کې شریک کړ او د خپلې ورورولۍ او یووالي په اړه مو خپل ډاډ څرګند کړ.  

ور پسې سرپرست وزیر ښاغلي نوري راغلیو اهل تشیع مشرانو ته هرکلی وکړ او زیات یې کړه چې د دې هیواد هر قوم زموږ د سترګو حیثیت لري او موږ یې د خدمت لپاره هلې ځلې کوو. نوموړي د راغلیو عالمانو او قومي مشرانو له همېشنې ملاتړ څخه مننه وکړه او په خپله برخه کې یې د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

ور پسې د زابل ولایت له شملزو ولسوالۍ څخه راغلیو مشرانو د یادې ولسوالۍ د دروزاګۍ د سیمې د ځمکو پر سر د رامنځته شویو ستونزو او اختلافاتو یادونه وکړه او په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتونکې شول.

په پای کې د یاد وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نوري راغلیو قومي مشرانو ته ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د افغانستان په اکثره ولایتونو کې د تیرې جګړې د مهاجرتونو او ګډوډیو له کبله د ځمکو پر سر اختلافات او بدۍ را پاته دي خو موږ د الله (ج) د رضا او د خپل مسؤلیت په نظر کې نیولو سره د ټولو اسلامي اصولو پر بناء د قومونو ستونزې اورو او د حل کوښښ یې کوو. نوموړي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د موضوع د حل په برخه کې به د خپل وس په اندازه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu