د وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې کوچیانو او هزاره مشرانو ته د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

mobta_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۲۲:۱۰
mobta

۱۳/۱/۱۴۴۵

د میدان وردګو ولایت اوله برخه بهسودو ولسوالۍ کې کوچي او هزاره مشرانو ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت په هڅو د جنیوا کال مؤسسې له لوري دوه ورځنی ورکشاپ دایر شو چې پر مهال یې د یادې ولسوالۍ ۲۰ تنو هزاره او کوچي مشرانو، ځوانانو او سرخېلانو ګډون کړی وو. په یاد ورکشاپ کې د ماینونو په ضررونو، زخمیانو ته د بیړنیو مرستو په رسولو، د سوځېدنې پر مهال د بیړنۍ مرستې او نورو برخو کې هر اړخیزمعلومات وړاندې شول. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر مولوي امین الله آخندزاده د یاد ورکشاپ له دایریدلو څخه خوښي څرګنده کړه او د یادې مؤسسې له استازو یې مننه وکړه چې کوچي او هزاره مشرانو او ځوانانو ته په مهمو برخو کې معلومات ورکوي. د ورکشاپ ګډونوالو په خپلو خبرو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له آمر او د یادې مؤسسې له استازو څخه قدردانی وکړ چې په مهمو برخو کې یې ورته ورکشاپ وړاندې کړ. هغوی له یادو مسؤلینو څخه د نورو سیمو خلکو ته هم د ورته پروګرامونو د برابرولو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu