په کندهار ولایت کې یوه لویه قومي غونډه جوړه شوه

mobta_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۷:۵۵
Mobta

۱۰ / رجب المرجب/ ۱۴۴۴هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په کندهار ولایت کې د قومونو د یووالي، د خلکو د ستونزو اوریدلو او د نظام نه د ملاتړ یوه لویه ولسي او قومي غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې د یاد وزارت د سرپرست الحاج ملا نورالله نوري په شمول د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي، د یاد ولایت مرستيال والي د ادارو رئیسانو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

mobta

د ولسواليو او مرکز د خلکو په نمايندګي څو تنو مشرانو خبرې وکړې. ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر غونډې ته د وینا کولو په وخت کې یاد ولایت د ټولو اتلانو کور یاد کړ، او زیاته یې کړه چې د امريکايي کرغېړن اشغال په اوږدو کې نه يوازې دا چې اسلامي نظام او خپلواکي له منځه تللې وه، بلکې د اسلامي او افغاني ارزښتونو تحريف، غلا، غصب، فساد او فکري انحراف خپل اوج ته رسېدلی او غربي فرهنګ رايج شوی و‌و، چې د اسلامي امارت په بريا سره ددې ټولو ناخوالو مخه ونيول شوه. د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل: الله تعالی بشریت په قومونو ویشلی د دې لپاره چې دوی یو بل سره وپیژني او په دوی کې بهتر هغه دی چې له خدای جل جلاله څخه ډیر ویریږي او تقوا کوي. غونډه د هيواد او ولس د خير په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu