د غزني ولایت هزاره قوم له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۳۰ - ۱۱:۴۹
Mobta

چهارشنبه٢٧جمادي الاول١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملانورالله نوري په داسې  حال کې چې د مقام دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني هم حضور درلود د غزني ولایت هزاره قوم  له شمیر قومي مشرانو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل

یادو قومي مشرانو په دې خوښي څرګنده کړه ویل یې د شکر ځای دی چې مشرانو  غوښتنې په ورين تندي اوري، له سرپرست وزیر څخه یې وغوښتل چې په سیمه کې یې د ښوونې او د خلکو لپاره د روغتیا په برخه کې یې اسانتیاو رامنځته کولوته پاملرنه وشي او ځوانانو ته یې د کار زمېنه برابره شي.

Mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملانورالله نوري د خلکو اساسي غوښتنو ته رسیده ګې  د اسلامي نظام اساسي دنده وبلله ویې ویل چې د اسلامي امارت مشرتابه ژمن دی چې په عاد لانه توګه  د شرعي احکامو په رڼا کې خلکو ته  پام وړ او اساسي خد متونه وړاندې کړي.

ښاغلي نوري همداراز یادو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د یاد ولایت په کچه به شته ستونزې له اړونده ادارو سره د حل په موخه شریکې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu