د سرحدونو، قومونو اوقبايلو چارو وزارت د ښووني او روزنې نوی چارسمبال رئيس معرفي شو

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۹:۲۴
mobta

شنبه، ١٦ د جمادي الاول ١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت اړوند د ښوونې او روزنې رياست نوی چارسمبال رئيس د يوې غونډې په ترڅ کې د ياد رياست کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

د وزارت د بشري زېرمو رئيس ښاغلي کريم شاه تيلوي د ښوونې او روزنې رئیس په توګه  د ښاغلي مولوي عبدالرحمان د معرفي په غونډه کې د پخواني رئيس له کارونو او فعالیتونو څخه د ستاینې ترڅنګ ښاغلی عبدالرحمان وړ او له اداري معیارونو سره برابر شخص وباله ده ته یې  د نوي مسوولیت مبارکي وویله او د بریالیتوب هیله یې وکړه.

همدارنګه نوي چارسمبال رئيس ښاغلي مولوي عبدالرحمان د ياد وزارت رهبري له باور څخه د مننه وکړه هیله یې وښوده چې وکولای شي د خپلو همکارانو په همکاري دا نوی مسوولیت په ښه توګه پر مخ یوسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu