په پروان ولایت کې د لنډ مهاله سرویرانو د‌ ګمارنې لپاره تحريري آزموينه واخيستل شوه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۰:۴۰
mobta

په پروان ولایت کې د لنډ مهاله سرویرانو د استخدام په موخه په شرایطو برابر نوماندان شارټ لیست او نن د پروان ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په انګړ کې تحریري آزموینه ترې واخیستل شوه.

د آزموینې په پیل کې د سرحدونو او قبایلو د اطلاعاتو مدیریت پروژې د مالوماتو راټولولو چارو افیسر شریف ملګري او رفیع الله هوتک د مالوماتو د انټري افیسر د آزموینې په اړه له ګډونوالو سره مالومات شریک او د شفافیت ډاډ یې ورکړ.

د یادونې وړ ده، چې د تحريري آزموينې لپاره د پروان ولایت د مرکز په ګډون د 10 ولسوالیو لنډ مهاله سرويرانو بسته د استخدام لپاره 200 تنو آنلاین اپلای کړې وه، چې 65 تنه یې د تحريري آزموينې لپاره شارټ لیست شوي وو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu