د عامه تاسيساتو او ملي بنسټونو ويجاړول ستر او نه بخښونکی جنايت دی!

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۱۰:۳
mobta

په دې وروستیو وختو کې د افغانستان د پرمختګ، ابادی او هوساينې دښمنان د برېښنا ستنې، پلونه، سړکونه، روغتونونه او نور ټولګټي تاسيسات په نښه کوي او له منځه يې وړي، چې د مکار دښمن دغه شان عملونه د دوې د جهالت او وحشت انتها او نه بخښونکی جنايت دی.

د افغانستان د خلکو دښمنان، چې له افغان ملي ځواکونو سره يې د جګړې په ډګر کې د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی، د هېواد عام المنفعه بنسټونه د خپلو بادارانو د خوشالولو په خاطر په نښه کوي او له منځه يې وړي.

ترهګر بايد په دې پوه شي، چې د دغو کرغېړنو عملونو په ترسره کولو سره به هېڅکله هم خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې دغه شان کړنې په کلکه غندي له درنو ولسونو څخه غواړي، چې د خپلو ولسي ظرفيتونو څخه په استفادې سره د خپلو عامه بنسټونو په ساتنه او پالنه او د هغو د ویجاړولو په مخنيوي کې له خپل دولت سره همکاري وکړي او د ترهګرو پر وړاندې خپل یووالی او انسجام وساتي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu