د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قرېشي وروستۍ څرګندونې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وغندل شوې!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۹:۴۷
mobta

په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم وویل: پاکستان تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او په یو ډول نه یو ډول یې خپله نیابتي او نا اعلام شوې جګړه روانه ساتلې دا ځکه چې دوې له یوه پیاوړي، پر ځان بسیا او پرمختللي افغانستان څخه وېره لري.

ښاغلی صمیم زیاته کړه د طالبانو د رهبري شورا ګانې په افغانستان کې نه بلکې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې دي، همالته یې د تمویل او تجهیز مرکزونه شتون لري او د ټپیانو درملنه یې کیږي.

محترم صمیم د قریشي دا ډول غیر مسوولانه څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه او د افغانستان د لوړو ملي ګټو خلاف عمل وباله او په کلکه یې وغانده.

د یاد کنفرانس په وروستۍ برخه کې د بېلابېلو خبریالانو پوښتنو ته اړین ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu