موږ ټول باید په ګډه د نظام د پایښت او لوړو ملي ګټو ساتلو لپاره کار وکړو، ځکه د نظام موجودیت د ټولو په ګټه دی.

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۱۰:۳
mobta

تېرو څو لسیزو جګړو زموږ هېواد له بېلابېلو ناخوالو سره مخامخ کړی دی، پوهنتونونه مو وران شول، سړکونه مو دښمن په بمونو والوزول، په میلیونونو هېوادال مو د لاسه ورکړل، ګاونډیو هېوادونه ته مهاجر شو او ورته نورې ستونزې، له دې ټولو بدختیو باید موږ دا تجربه واخلو، چې تېر ته نه ګرځو د خپل نظام، جمهوریت، امنیتي ځواکونو او ملي ګټو ملاتړ باید په ویاړ سره وکړو. د ویاړ ځای دا دی چې زموږ ولسونه اوس د خپل نظام بشپړ ملاتړي دي او په برخو کې یې زیاتې قربانۍ ورکړي.

په دې برخو کې دیني عالمان، قومي مشران، مخور، ځوانان، رسنۍ، فعالې خویندې او ورته نور قشرونه خورا مهم او د پام وړ رول لري هیله مو دا ده چې همدا قشرونه له حکومت سره اوږه په اوږه هېواد او ولسونو ته کار وکړي او خپل ولس له دې بدبختیو وژغوري.

درنښت

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu