د وزارت یو شمېر متقاعدو کارکوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۴:۳۶
mobta

په هغه غونډه، چې نن د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د بشري سرچېنو ریاست له خوا جوړه شوې وه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د سرحدي څېړنو مرستیال ډاکټر محمد آصف قاضی زاده او د وزارت یو شمېررئیسانو او متقاعد شویو کارکوونکوګډون کړی و.

په پیل کې د وزارت د جرګو اوقبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي خبرې وکړې ویې ویل: زه ستاسو له خدمت څخه مننه کوم، چې هېواد او ولسونو ته مو د خپل ماموریت په دوره کې کړي دي، موږ مو د هڅو قدرداني او ستاینه کوو او هیله من یو له تقاعد وروسته هم خپلو خلکو ته خدمت وکړئ.

ورپسې د سرحدې څېړنو مرستیال ښاغلي ډاکټرمحمد اصف قاضیزداه زاده په خپلو خبرو کې د متقاعد شویو کارکوونکو هڅې وستایلې او دوی ته یې د ژوند په ټولو برخو کې د بریاوو هیله وکړه.

همدار راز یو تن متقاعد شوی افسرد نورو په استازېتوب په خپلو خبرو کې د وزارت له محترم مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د دوې لپاره یې د ستاینې غونډه جوړه کړه.

د غونډې په پاې کې نوموړو باندې د وزارت له خوا چمتو شوي ستاینلیکونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu