د کارکوونکو د کلنیو کړنو د ارزونې نویو فورمونو په اړه د ښوونیز پروګرام پای غونډه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۷ - ۹:۱۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د بشري زېرمو ریاست له خوا په شپږو دورو کې د کارکوونکو د کلنیو کړنو د ارزونې نویو فورمونو په اړه ښوونیز پروګرام پای ته ورسېد.

د بشري زېرمو رئیس ښاغلي محمد یاسین پکتین د یاد پروګرام د موخو، چې هغه له نویو فورمونو سره د کارکوونکو اشنا کول دي معلومات ورکړل وې ویل: په دې اړه د بشري زېرمو ریاست له هر کارکوونکي سره همکارۍ ته چمتو دی.

د یاد پروګرام په پیل کې د وزارت رئیسانو او آمرینو ته د نویو فورمونو په اړه توضیحات او پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل شول.

ورپسې د وزارت مرستیالانو ښاغلي محمد یعقوب احمدزي او ډاکټر محمد آصف قاضي زاده پروګرام له پیل څخه تر پایه ښه و ارزولو د بشري زېرمو له ریاست او استاد ښاغلي همت څخه یې مننه وکړه، چې د نوو فورمونو په اړه یې کارکوونکو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

دغه راز یې پر وخت د کار کوونکو په کلنۍ ارزونې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu