په خوست کې د ځدراڼو قوم له مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۰:۵۶
mobta

د سر حدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ځدراڼو دروند قوم له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې د ځدراڼو قوم مشرانو له ښاغلي صمیم څخه مننه وکړه چې خوست ولایت ته یې سفر کړی او د ولسونو شته بېلابېلې ستونزې له نږدې اوري.

دوی دغه راز خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې چې د پوهنې، روغتیا، پراختیایي پروژو د تطبیق او ورته نورو برخو کې وې د حل په موخه یې له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې

ورپسې محترم محب الله صمیم د خوست ولسونو له تود هر کلي او مېلمه پالنې مننه وکړه وې ویل: د خوست ولسونو تل د جمهوري نظام ملاتړ او له هېواد څخه دفاع کړی او په دې برخو کې یې بې شمېره قربانۍ ورکړي او زموږ مسوولیت دا دی چې ستاسو ستونزې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu