زموږ لومړیتوب د ولسونو د ستونزو اورېدل او هوارول دي

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۴:۳۳
mobta

دا څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب لله صمیم د پکتیا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په کتنه کې وکړې په دې کتنه کې راغلو مشرانو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې، چې د پوهنې، پراختیایي پروژو د تطبیق، روغتیا او نورو برخو کې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې او دغه راز راغلو قومي مشرانو او مخورو له جمهوري نظام څخه ملاتړ څرګند کړ، دوی ژمنه وکړه چې هېڅ فرد او ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د شته نظام د تخریب هڅې وکړي .

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې د لویې پکتیا ولسونو تل د نظام ملاتړ کړی او په دې سپېڅلې لار کې یې بې شمېره قربانۍ ورکړي نوموړي له راغلو مشرانو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې ولسونه یووالي او یو بل منلو ته راوبولي تر څو ستونزې حل او ټولنه مو د پرمختګ پر لور ګام اوچت کړي، په پای کې ښاغلي صمیم دوی ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu