له قبایلي ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۹:۲۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته له یو شمېر قبایلي خوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، راغلو قبایلي ځوانانو په بېلابېلو برخو په تېره بیا د زده کړې په برخه کې د خپلو یو لړ ستونزو شریکولو ترڅنګ د وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل، چې قبایلي ځوانان دې د زده کړې په موخه د وزارت اړوندو لېسو کې شامل کړي دغه راز یې د فرهنګي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا، د امن، یووالي او ثبات لپاره په ګډو هلو ځلوټینګار وکړ.

یادو ځوانانو د سولې، ملي یووالي، د ناامنو او قبایلي سیمو ځوانانو ته د زده کړې د زمینې برابرولو او له قومي مشرانو سره د سلامشورو په برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایلې.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادو قبایلي ځوانانو ستونزې پر ځای وبللې وې ويل: افغانستان د ټولو مېشتو درنو قومونو او قبایلو ګډ کور دی او د قبایلو مېړانه او سر ښندنه، چې په تاریخ کې یې ترسره کړې ټولو ته روښانه ده، انشاالله ستونزې به مو د اړوندو ادارو سره د حل په موخه شریکې کړم او ځوانانو ته به د زده کړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړم.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu