اداري مجلس جوړ شو!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۰ - ۹:۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ او د معینانو، سلاکارانو او رییسانو په ګډون نن یکشنبې د ۱۳۹۹لمریز کال د لیندۍ پر۹مه نېټه د وزارت اداري مجلس جوړ شو.

په پیل کې د تدارکاتو رئیس په تېرو کلونو کې د ځینو تدارکاتي او قراردادي چارو او ستونزو، مالي او اداري رییس د عادي او پرمختیايي بودجې د لګښت د سلنې، د جرګواو قبایلي چارو د همغږۍ ریاست اړوند له دیني عالمانو او روحانیونو سره د اړیکو امر په پکتیا ولایت کې د۳۰۰ تنو دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په ګډون د جمهوري نظام، ملي امنیتي - دفاعي ځواکونو سولې بهیر د ملاتړ او د تېروشلو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو په اړه د یوې جرګې د جوړېدو رپوټ وړاندې او همدا رازیې د خلکو یو لړ غوښتنې د حل په موخه د سرحدونو او قبایلو چارو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې، چې ښاغلي صمیم یې د حل کېدو په برخه کې د هڅو ژمنه وکړه.

دغه راز په مجلس کې یو شمېر نورو متفرقه موضوعاتو هم بحث او پرېکړې وشوې په اړه یې اړوندو مسؤلینو ته د قانوني کړنو لارښوونه وشوه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu