د نوامبر۲۵مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړېواله ورځ ولمانځل شوه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۵ - ۱۳:۱۵
mobta

 

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړېواله ورځ چهارشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پرپنځمه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ښځو ملاتړ واحد امریت له خوا ولمانځل شوه.

. په دې غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د وزارت مرستیالانو، چارواکو او کارکوونکو ګډون کړی وه.

په پیل کې د جندر واحد امرې اغلې خاطره حیاتي وینا وکړه هغې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې د ښځو په یووالي ټینګار وکړ،د ښځو ځان بسیاینه او اقتصادي پیاوړتیا یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې اغیزناک وبلل.همدا راز یې هیله څرګنده کړه،چې په دې اړه شپاړس ورځنې کمپاین کې ګډون وکړو او تاوتریخوالي ته نه ووایو.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په دې اړه په خپله وینا کې د ښځې مقام، چې مور، خور او د ژوند ملګرې ده له ارزښته ډک وباله.وې ویل: باید دا مقام د اسلام او انسانیت له نظره وساتو او وپالو.

ښاغلي صمیم، ناوړه دودونو ته، چې له امله یې ښځې زیانمنې اوله ستونزو سره لاس او ګریوان دي هم اشاره وکړه ټینګار یې وکړ، چې باید په ګډه د دغې ناوړه پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړو همدا راز یې په هېواد کې په وړو او لویو پرېکړو کې د ښځو رول، په دولتي ادارو کې۳۰ سلنې ته د ښځو د کچې لوړولو، اوس مهال په ټولنه کې ددوی د مشارکت او رول او هغه فرصتونه چې نن دوی ته داساسي قانون په رڼا کې د دولت له خوا رامنځته شوي خبرې وکړې.ژمنه یې وکړه، چې موږ به هم د اړوند ادارو په مرسته او همکارۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي له پاره د هېواد په لریو پرتو سیمو کې عملي کار وکړو او د ګډ کار په پایله کې کولای شو چې د نړۍ د یوه کلي په توګه هوسا ژوند ولرو. همدا رازیې نړېوالې مرستې ته د اشارې په ترڅ کې وویل: چې افغانستان اوس هم نړۍ ته د پاملرنې وړ دی.کومې مرستې چې کېږي هبله من یو چې په بېلا بېلو برخو کې پرځای او ددې هېواد د ودانۍ له پاره ولګول شي

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو دهمغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي، د اسلام له نظره د ښځو د حقوقوپه اړه رڼا واچوله وی ویل: باید د هېواد دیني عالمان او قومي مشران په خپلو ویناوو کې ددغې ناوړه پدیدې پرخلاف مبارزه کې فعاله ونډه واخلي او په دې اړه هراړخیزې څرګندونې وکړي.

دغه راز بهشتې سفري او شبنم نبي زاده هم د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او په دې برخه کې په ګډو هڅو ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu