کاپيسا کې د پنځو تنو له مرګ ژوبلې وروسته د روغې ترڅنګ سمنګان کې هم شخړه هواره شوه

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۱:۵۵
کاپيسا کې د پنځو تنو له مرګ ژوبلې وروسته د روغې ترڅنګ سمنګان کې هم شخړه هواره شوه
يکشنبه ۲۵ صفر المظفر ۱۴۴۸ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يوه پلاوي د سفر پرمهال چې د شخړو د حل سلاکار ملا محمد کريم سهر اخندزاده، د داخلي تفتيش رئيس شيخ حضرت ولي حقاني او د ولايتي اړيکو آمر مولوي عبدالنصير منصور پکې شامل وو د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو سره په ګډه مرکز سيمې اړوند نوآباد کې د دوو کورنيو ترمنځ يو کلنه دښمني په دوستي بدله کړه. د دغې دښمني په پايله کې له دواړو لوريو څخه يوه مېرمن وژل شوې، څلور تنه ټپيان شوي او د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ دواړو خواوو ته د لويو ستونزو شتون د دې لامل شوی وو، چې د طرفينو ترمنځ وخت نا وخت لويې نښتې را ولاړې کړي. مسؤلينو د علماوو او قومي مشرانو په ملتيا د يوې دودېزې جرګې په پايله کې لومړی د دواړو خواوو سره جلاجلا ناستې ترسره کړې او بيا يې د هغوی په رضايت د يوې شرعي فيصلې په ترڅ کې فيصله واوروله چې د دواړو خواوو د خوښي سبب وګرځېده او د ورورولي غاړې يې سره ورکړې. په همدې حال کې د سمنکان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت استازو د مرکز اړوند ايبک سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د څړځايونو پر سر راپورته شوې نښتې، چې څو تنه پکې ټپيان شوي وو د خبرو اترو له لارې حل کړې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu