په کندهار کې قومي شوراګانو د سولې او ملي يووالي د ټينګښت په اړه غونډه وکړه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۸ - ۱۰:۳۷
mobta

په همدې موخه نن د کندهار ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست لخوا غونډه جوړه شوه. چې پکې د سرحدونو او قبایلو چارو ریس الحاج عبدالرازق عابد، د اسحاقزو د شورا ریس حاجی جمعه ګل اسحاقزي، د قومونو دهمغږۍ شورا ریس حاجي ولي آغآ، د سلیمان خېلو شورا ریس، د وردګو شورا ریس، د کاکړو، بابړانو، سیدانو، او نورو شوراګانو مسؤلینو، غړو ترڅنګ ګڼو نورو قومي مشرانو، علماؤ ځوانانو، دفراه ،غور، اروزګان، بادغیس دخلکو آستازو، چې په کندهار کې مېشت دي برخه اخیستي وه.
د سرحدونو او قبایلو چارو ریس الحاج عبدالرازق عابد لومړي د غونډی برخه والو ته د سولي پر آرزښت،ضرورت او اوسني وخت کښی د سولي لپاره پرشته فرصتونو او آمکاناتو ترڅنګ د ملي یوالي، دقومونو ترمنځ پرښه اتفاق او همغږۍ هرآړخیزي خبري وکړي او زیاته یی کړه اوس له بل هر وخت نه زيات افغانان ملي یوالي ته ضرورت لري.

ورپسي د شوراګانو محترمو مسؤلینو، علماؤ او قومي مشرانو خبري وکړي او د سولي، ملي یوالي او اوسني نظام څخه یې بشپړ ملاتړڅرګند کړ، او همدارنګه یی د تاوتریخوالي د کمښت او دایمي اوربند غوښتنه وکړه .

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu