په ولسي جرګه کې د خلکو له استازې سره کتنه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۹:۲۸
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د کاپیسا ولایت د خلکو له استازې اغلې خدیجې الهام خلیلي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې اغلې الهام د ولسونو د یووالي، د نظام ملاتړ ته د ولسونو د هڅولو او ملي ارزښتونو او بنسټونو د ساتنې په برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي صمیم هڅې وستایلې او د هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې وویل: چې د خلکو استازي او قومي مشران باید ولسونه د نظام، جمهوریت، ملي ارزښتونو او د تلپاتې اوربند غوښتلو لپاره په یوې واحده لیکه کې سره بسیج کړي، تر څو په هېواد کې نا خوالې پای ته ورسیږي او سوله ټینګه شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu