په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

taqi2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو سره وکتل.د دغې کتنې پرمهال ښاغلي نوري وویل چې، د اسلامي امارت مسؤلین د افغانستان ټول وګړي هغه که په کور دننه یا له هیواده بهر وي خپل رعیت بولي او د قدر په سترګه ورته ګوري. هغه د هېواد د ښېرازۍ او پرمختګ په برخه کې د ټولو افغانانو ونډه مهمه وبلله زیاته یې کړه.

چې دوی ته د دې هېواد ټول کدرونه او ظرفیتونه ډېر ارزښت لري ځکه دوی کولای شي چې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او یووالي په ټینګښت کې ښه رول ولوبوي.

یادو شخصیتونو بیا د خپلو ویناوو پرمهال د نظام په ملکي او نظامي چارو کې د لا سمون او بهبود په موخه اغېزمنې مشورې شریکې کړې او زیاته یې کړه؛ چې له تېرو تجربو او مثبتو کړنو څخه باید کار واخلو او هغه تجربې چې په تېر کې د ناکامۍ سبب شوې، بیا ځلې تکرار نه کړو.

 

د هغوی په خبره د دې خاورې دښمنان هیڅکله نه غواړي چې دا هېواد دې یوه واحده رهبري ولري او پر خپلو پښو دې ولاړ وي. دوی وویل چې د اوسني نظام بدیل نه ویني او دوی یې د لا قوت لپاره ترڅنګ ولاړ دي.

 

یادو چارواکو په خپله برخه کې د همکارۍ ډاډ وړاندې کړ او په مسؤلینو یې غږ وکړ، چې د ځینو استخباراتي کړیو د دوه مخه سیاستونو په اړه باید همداسې وېښ او بیدار اوسي.

 

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د سیاسي او اقتصادي چارو له شنونکو، د رسنیو له استازو، په ولایتونو کې له قومي مخورو، د پوهنتون له استادانو او ځایي خلکو سره ناستې او ولسي غونډې ترسره کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۸
Background image

په ننګرهار او کونړ ولایت کې درې بیلابیلې دښمنی په دوستۍ بدلې شوې

شنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله، چې له مودې راهیسې یې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې وې.

د همدې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۴۳
Background image

پکتیا کې دوه کورنۍ له ۳۵ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې

 

 پنجشنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په يوه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه بدي حل و فصل شوه، چې یادې کورنۍ یې له درې نېمو لسيزو راهیسې له ناخوالو او جنجالونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu