په ننګرهار کې د (۱۰) کلنې دُښمنۍ حل

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۲۹
شخړه

۱۰/۱۱/۱۴۴۵

 د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالۍ په غني خېل کوتلي سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دُښمني چې له دواړو لوریو څخه پکې ۳ تنه وژل شوي وو، تېره ورځ د امارتي اداراتو د مسؤلینو او قومي سپین ږیرو په همکارۍ په دوستۍ بدله شوه. 

د یادې شخړې د حل په غونډه کې د ګڼو نورو امارتي مسؤلینو په شمول د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس قاري رحمت الله غازي عمر هم ګډون کړی وو. دیني عالمانو او قومي مخورو د خبرو پر مهال د ښکېلو غاړو ترمنځ په روغه جوړه ټینګار وکړ او د خلکو ترمنځ د ورورولۍ د قائمولو په برخه کې یې د اسلامي امارت ستړیاوې وستایلې. 

وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي غازي عمر دواړه خواوې پخلاینې ته راوبللې ویې ویل: لکه څرنګه مو چې د دې غیور ملت په مرسته د اشغال ټغر له دې پاکې خاورې ټول کړ همداسي به د دې ولسونو په مرسته د نورو بدمرغیو ټغر هم ټولوو. د غونډې په وروستیو کې دواړه لورو یو بل ته د خوښۍ غېږه ورکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu