په ننګرهار کې د داعش لسګونو غړو او کورنیو د ژوند او برخلیک په اړه غونډه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۳ - ۱۰:۱۰
mobta

په یاده غونډه کې، چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۹ مه نېټه په ننګرهار کې جوړه شوې وه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي وجیه الرحمن شینواري او د ننګرهار قومي مشرانو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې قومي مشرانو د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني له لارښوونې سره سم، چې ننګرهار ته یې د خپل سفر پرمهال له قومي مشرانو سره د تسلیم شویو داعشیانو او د هغوی کورنیو د برخلیک د څرنګوالي په اړه د یوې طرحې د جوړولو چې له مخې یې دوی خپلوانو ته وسپارل شي خبرې وکړې او د افغاني درانه دود پر اساس یې دا لاندې پریکړې ونیولې.

۱- څرنګه چې اسلام د عفوه او صله رحمې دین دی، د حسن نیت، افغانیت او بشردوستۍ روحیې له مخې له حکومته غوښتنه دا ده چې د هغه قبایلي داعشیانو ښځې او ماشومان چې په اسارت کې دي، د دی جرګې په منځګړیتوب، د تضمین له اخیستلو وروسته خپلوانو ته وسپارل شي.

۲ـ د قبایلي مشرانو او علماء کرامو څخه موغوښتنه داده، چې ژر تر ژره جرګه جلال آباد ته راولیږي، تر څو د اسیرانو په هکله سره جرګه شو.

۳ـ د ننګرهار له ادارې مو غوښتنه داده چې د جرګې د غړو په تګ او راتګ کې له مونږ سره همکاري وکړي.

۴ـ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له محترم مقام څخه مو غوښتنه ده چې د قبایلو په راغوښتلو او د جرګې په تنظیمولو کې له مونږ سره همکاري وکړي.

۵ـ تر هغې چې ښځې او ماشومان خپلوانو ته سپارل کیږي له حکومت څخه مو غوښتنه داده ، چې د بشردوستۍ په روحیه د ژوند اسانتیاوې لکه، اعاشې، اباطې او روغتیاته یې پاملرنه وکړي

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu