په خوست کې ۲۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۴
په خوست کې ۲۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

شنبه /۸/ذوالقعده/۱۴۴۷
د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د لغوړي پیرانو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۸ کلنه دښمني، چې په ترڅ کې یې د دواړو خواوو یو ـ یو تن وژل شوی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤولینو او ځايي قومي مشرانو په هڅو په دوستۍ بدله شوه.

د یادې دښمنۍ د پای ته رسېدو او روغې جوړې مراسم د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شول. وروسته مسؤولینو د سولې، بښنې او یووالي په اړه خبرې وکړي ویې ویل، د ولسونو ترمنځ دښمني یوازې وراني او تاوان زېږوي، خو سوله د پرمختګ او هوساینې لاره هوار وي. هغوی دا روغه د دواړه کورنیو ترمنځ د  متقابل احترام لپاره مهم ګام وباله او  د الله جل جلاله له درګاه څخه ورته  د سوکاله ژوند غوښتنه وکړه.

په پای کې مسؤولینو د یادې دښمنۍ د پای ته رسېدو لپاره پرېکړه لیک اعلان کړ، چې دواړو کورنیو ومانه او یو بل یې وبښل او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به په همکارۍ او تفاهم کې ژوند کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۸
Background image

په ننګرهار او کونړ ولایت کې درې بیلابیلې دښمنی په دوستۍ بدلې شوې

شنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله، چې له مودې راهیسې یې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې وې.

د همدې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۴۳
Background image

پکتیا کې دوه کورنۍ له ۳۵ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې

 

 پنجشنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په يوه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه بدي حل و فصل شوه، چې یادې کورنۍ یې له درې نېمو لسيزو راهیسې له ناخوالو او جنجالونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu