په بغلان کې له يو شمېر کوچيانو او قومي مشرانو سره ناسته!

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۰:۳۱
m

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د مقام ددفتر رييس محترم شيخ حضرت ولي حقاني او د کوچيانو چارو لوې ريس محترم مولوي ګل زرين کوچي نن د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د ليندۍ د مياشتې په ۳مه نېټه په پلخمري کې له يو شمېر کوچيانو او قومي مشرانو سره وکتل.

د غونډې په پيل کې څو تنو کوچيانو او قومي مشرانو ښاغلي ګل زرين کوچي ته د نوي دندې مبارکي وويله او ورته يې د همکاريو ډاډ ورکړ.

ورپسې د وزارت د مقام ددفتر رييس محترم شيخ حضرت ولي حقاني هم  د مولوي صاحب  کوچی وړ او مجرب شخص ياد کړ .

همدارنګه د کوچيانو چارو لوې رييس د اسلامي امارت  فتوحاتو او برياوو ته په اشارې سره وویل: چې موږ خپل مسووليت په ښه توګه ترسره کړو او ستاسو ستونزو ته به حل لارې پیدا کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu