((موږ ته دا معلومه شوه، چې اسلامي امارت پرموږ حکومت نه بلکې زموږ خدمت کوي))

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۲:۳۶
((موږ ته دا معلومه شوه، چې اسلامي امارت پرموږ حکومت نه بلکې زموږ خدمت کوي))

جمعه ٣٠ شوال ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په سرپل ولایت کې له ولسي استازو، مخورو سپين ږيرو او علماوو سره د غونډې پرمهال په خپلو څرګندونو کې وویل: افغانستان اوس له تنظيمونو خلاص، یو متحد هيواد دی، چې دا پرافغانانو د الله تعالی یوه لویه لورینه ده. نوموړي په اسلامي نظام کې د خلکو عزت خوندي وباله، زياته يې کړه، چې موږ د ولسونو خدمت د ځان فريضه بولو.

دغې ناستې ته د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين مولوي محمد علي جان د خپلې وینا پرمهال وویل: کفار د بشر حقونه په افغانستان کې غواړي، خو په غزه کې یې ټول انساني حقوق تر پښو لاندې کړي. نوموړي د افغانانو اطاعت او اتحاد بې سارې وباله او ولسونو ته یې د اتحاد او حُریت ساتلو سپارښتنه وکړه. 

دغه راز د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسلکي معین شیخ نور محمد حقاني زیاته کړه، اسلامي امارت هغه نظام دی، چې د ټولو خلکو عزتونه، حریت او حقوق پکې خوندي دي، نوموړي د ناستې خلکو ته وویل چې د دښمن په تبلیغاتو مه تېر وزئ بلکې هغه درک کړئ چې ستاسې له مخې دي.

قومي مخورو او علماوو په تېرو پنځو کلونو کې د اسلامي امارت له لوري د ترسره شویو خدمتونو یادونه وکړه، ویې ویل: موږ ته دا معلومه شوه، چې د اسلامي امارت مسؤلین پرموږ حکومت نه کوي بلکې دوی زموږ د خدمت لپاره راغلي دي. 

په دغه غونډه کې د سرپل د والي مولوي احمد شاه دین دوست په شمول د ولسوالیواستازو، قومي مخورو، علماء کرامو او د پوهنتون استادانو هم ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۸
Background image

په ننګرهار او کونړ ولایت کې درې بیلابیلې دښمنی په دوستۍ بدلې شوې

شنبه، ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق د ننګرهار ولایت په بټي کوټ او هسکې مېنې ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله، چې له مودې راهیسې یې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې وې.

د همدې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۰:۴۳
Background image

پکتیا کې دوه کورنۍ له ۳۵ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې

 

 پنجشنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په يوه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه بدي حل و فصل شوه، چې یادې کورنۍ یې له درې نېمو لسيزو راهیسې له ناخوالو او جنجالونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu