موږ باید د جمهوریت تر چتر لاندې د ملي ارادې پر بنسټ په هېواد کې د سولې ټینګښت او د نظام د پیاوړتیا لپاره کار وکړو!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۸ - ۹:۱۴
mobta

دا څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د غزني د ککرک ولسونو د ټولنیزې او فرهنګي شورا له مشرتابه او ګڼ شمېر غړو سره د کتنې پر مهال وکړې.

په دې کتنه کې د یادې ټولنیزې او فرهنګي شورا د غړو په استازیتوب محمد یوسف رضایي خبرې وکړې او د یادې شورا د ټولنیزو فعالیتونو په اړوند ښاغلي محب الله صمیم ته معلومات وړاندې کړل. وی ویل: یاده شورا په فرهنګي او ورته نورو برخو کې د قومونو د منسجم کېدو او یووالي لپاره کار کوي.

دوی دغه راز زیاته کړه، چې له دې فعالیتونو څخه مو موخه دا ده چې د هېواد قومونه د یو او بل له فرهنګ سره اشنا شي او فرهنګي اړیکې پراختیا ومومي ، همدارنګه د یادې شورا غړو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې چې د پوهنې، روغتیا، پراختیایي پروژو او ورته نورو برخو کې وې د وزارت له مشرتابه سره د حل په موخه شریکې کړې.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم خبرې وکړې، د دوی شته سیمه ییزې ستونزې یې پر ځای وبللې وی ویل: موږ باید د جمهوریت تر چتر لاندې د نظام ملاتړ او د سولې او اوربند د ټینګښت لپاره هڅې وکړو تر څو په هېواد کې مو روانه تپل شوې جګړه ختمه او پرځای یې د مینې او ورورولۍ ویاړمن ټغر د تل لپاره وغوړېږي.

ښاغلي صمیم وویل: چې د شته ستونزو د حل یواځینۍ لار د سولې او ملي یووالي ټینګښت دی او موږ ټول باید په ګډه دې سپېڅلې موخې ته کار وکړو هڅه مې پیل کړې او د قومونو او ولسونو منځ ته ځم تر څو دغه ولسونه سره منسجم شي او دا مې له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

په پای کې ښاغلي محب الله صمیم دوی ته ډاډ ورکړ، چې

ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu