له مدني فعالانو سره ناسته!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن مازديګر

د خوست ولایت د ځوانانو ټولنیز بنسټ مشر عبدالنصیر حقمل او ملګرو سره يې وکتل.

په دې کتنه کې په ټوله کې د لویې پکتیا د ځوانانو په ستونزو او مشکلاتو باندی خبرې وشوې، چې د ښاغلي صمیم لخوا ورته د ستونزو د هوارولو ډاډ ورکړل شو.

نوموړو دغه راز ښاغلي محب الله صمیم ته د "پښتنوتاریخ "ارزښت ناک کتاب ډالۍ کړ او د ښاغلي وزیر صیب لخوا هم یو څو ټوکه کتابونه د خوست د همفکره ځوانانو ټولنیز بنسټ مشر ته ډالۍ شول.

په دې کتنه کې د ځوانانو د سالمې ښوونې او روزنې، مدني فعالیتونو، د وزارت په فرهنګي غونډو کې ډ ګډون او د ځوانانو د ستونزو د هوارولو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu