له قبایلي مشرانو او مخورو سره ناسته!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۵ - ۹:۵۴
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن دوشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د وري میاشتې پر ۴ مه نېټه له یو شمیر قبایلي مشرانو او د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار ښاغلي محمد هاشم محبوبي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلی محمد نبي شهاب، د تحقیق او مطالعاتو رئيس ښاغلی جاوید احمد وفا او د بشري زېرمو رئيس ښاغلی محمد یاسین پکتین هم حاضر و، راغلو مشرانو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو، ترڅنګ د سولې او ملي یووالي په برخه کې د وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستایلې او د موجوده نظام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي په خپلو خبرو کې د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او د خپلو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu