له دولتي چارواکو او فراه ولایت له مخورو او ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې میاشتې پر ۱۲ مه نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی هم حاضر و، د اجرائیه ریاست له سلاکار ښاغلي قاضي مننان فراهي، د کوچیانو چارو د سمون لوی ریاست له مرستیال ښاغلي عبدالقدیر دقیق، د فراه ولایت له مخورو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو چارواکو او مخورو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه تېرې کړنې او فعالیتونه، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې ترسره کړي دي، د ستاینې وړ وبللې.

همدا راز نوموړو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد د مېشتو قومونو د یووالي، سولې، امنیت د ټینګښت او د ناامنو سیمو ځوانانو ته د زده کړې برابرولو په برخو کې ارزښتناک یاد کړ او د خپلو دوامداره همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي په خپلو خبرو کې د یادو چارواکو او مخورو ستونزې پر ځای وبللې او د دوی له ملي احساس څخه، چې د هېواد د آبادۍ او سولې د ټینګښت په برخه کې لري مننه او قدرداني وکړه، وې ویل: موږ هر یو باید خپل مسؤلیتونه، چې د هېواد او خلکو پر وړاندې یې لرو په سمه توګه ترسره کړو، ځکه چې زموږ ولسونو د خپل هېواد او خاورې د ساتلو په موخه قربانې ورکړي او په دې برخه کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړي دي.

همدا راز ښاغلي شېرزي زیاته کړه، د هېواد ټول مېشت درانه قومونو موږ ته د قدر وړ دي او د دوی د هوساینې او راتلونکي د ښه والي لپاره به کار کوو او په ځانګړي ډول له ځوانانو نه مو غوښتنه دا ده، چې زده کړو ته مخه کړي، تر څو په ژوند کې یې مثبت بدلونونه راشي.

د یادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې راغلو چارواکو او مخورو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند لېسو کې مثبت بدلونونه او پرمختګونه، چې د وزارت د مشرتابه په ځانګړي ډول د مسلکي مرستیال تر رهبرې لاندې راغلي اصلاحات و ستایل او ښاغلي شېرزي ته یې د عزت پګړۍ ورپه سر کړه او مسلکي مرستیال ښاغلی بارکزی یې د ویاړ په نښان او ستاینلیک وستایه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu