قومونه د دې هیواد بنسټونه تشکیلوي

mobta_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۸ - ۲۰:۴
mobta

پنجشنبه/۱۹/ذوالقعدةالحرام/۱۴۴۴

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ قومي مشرانو، علماوو او مسؤلینو د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ملا عبدالخالق عابد سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل. په دغه کتنه کې له یادې ولسوالۍ څخه د راغلو قومونو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او ویې ویل: په افغانستان کې د اسلامي حکومت راتلل د الله (ج) له لوري پر افغان ملت یو احسان دی چې ټول ولس یې باید شکرګذاره اوسو. دوی برمل د پراخ مساحت لرونکې ولسوالي یاده کړه او د ستونزو په اړه یې وویل: د برمل ولسوالي یوه سرحدي ولسوالي ده چې پوخ سرک نه لري، د ولسوالۍ بازار کې د اجناسو د لومړنيو توکو بيو لوړوالي له کبله له سقوط سره مخ دی، ماشومان مو په خیمو کې درس وایي معیاري ښوونځي او ښوونکې نه لرو، د کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو د نشتون له له کبله مو ناروغان ډېر وخت په عادي ناروغیو کې ژوند له لاسه ورکوي. دوی وویل: په تېر کې موږ ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې له اسلامي امارت نه په یادو شویو برخو کې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوو. د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هیواد د ټولو قومونو د يووالي رمز او د ستونزو د هواري يوازنی ادرس دی، د قومونو د همکاريو او قربانیو پر بنسټ په هیواد کې اسلامي نظام قائم شوی. نوموړي یادې ولسوالۍ ته په اشارې سره وویل: برمل هغه ولسوالۍ ده چې د اشغال په وړاندې یې په اوایلو کې مبارزه پیل کړې ده، دا او نورې ولسوالۍ په ۴۰ کلنه جګړه کې ځپل شوې، شهیدان یې ورکړي، مالونه، یې خاوري شوي او کورونه یې بمبار شوي دي. هغه راغلیو مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزې به له اړوندو وزارتونو سره شریکوي او د حل په موخه به یې تر خپله وسه کوښښ کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu