شیخ محمد روحاني قوم د سرتاسري شورا له مشر او غړو سره کتنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲ - ۹:۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د شیخ محمد روحاني قوم د سرتاسري شورا له مشر ښاغلي حاجي رحمت ګل رسولي او غړو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي رسولي د یادې شورا، چې په بېلابېلو ولایتونو کې استازي لري د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او د سولې او ملي یووالي د ټینګښت په برخه کې د قومي شورا ګانو په ارزښت خبرې وکړې دغه راز راغلو مشرانو په بېلابېلو برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هڅې د ستاینې وړ وبللې او د موجوده نظام څخه یې د بشپړ ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې له وزارت سره د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

mobta

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادې شورا مشرانو له هېوادني احساس څخه مننه وکړه وې ویل: خوښ یو، چې ستاسو په شان مشران او کدرونه مو په هېواد کې شتون لري، چې تل یې د سولې او ملي یووالي د ټینګښت په برخو کې هلې ځلې کړي دي، دا د ټولو غوره لار ده، چې یو موټی واوسو او د خپل هېواد او خلکو لپاره کار وکړو، ترڅو د تلپاتې او باعزته سولې خاوندان شو.

دغه راز ښاغلي صمیم زیاته کړه، ستاسو درنو مشرانو د سلامشور سره څخه په استفادې سره به وکولای شو، چې هېوادوالو ته د غوره خدمتونو جوګه شو، ځکه چې د ولس خوشالي زموږ خوشالي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه د تل په څېر ستاسو په خدمت کې دی.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu