د کندز ولسونو له اسلامي نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۱ - ۷:۸
mobta

په هغې ولسي غونډې کې، چې نن شنبه تر همدې عنوان لاندې د کندز ولایت د ښاروالی په تالار  تالار کې جوړه شوه د  سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري، د کندز مرستيال والي محترم مولوي شاکر سعد، ددغه ولايت امنيه قوماندان،  د وزارت د مقام دفتر رييس  ښاغلي شيخ حضرت ولي حقاني، د کندز او تخار ولايتونو د ټولو قومونو مشرانو،  دولتي چارواکو، دیني عالمانو، ځوانانو، د قومي شوراګانو استازو، ژورنالستانو او د بېلابېلو ادارو منسوبینو ګډون کړی و.

غونډه د قرانکریم  د څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه.

ورپسې د کندز د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس  محترم احسان الله ثاقب لومړۍ له مرکز څخه راغلي پلاوي او ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې د موخو په اړه يې رڼا واچوله.

وروسته څو تنو قومي مشرانو او چارواکو د نورو په استازېتوب په خپلو خبرو کې  د افغانستان د اسلامي امارت د بریاوو له امله مبارکي وویله او له اسلامي نظام څخه يې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

mobta

دغه راز یې خپلې يو لړ ستونزې او غوښتنې شريکې کړې او د ستونزو په حل کې د اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته ډ هېواد تکړه ديني عالم محترم شيخ عبدالغفار  د اسلام د مقدس دين په رڼا کې د اسلامي امارت ښېګڼې بيان کړې.

په دې غونډه کې د کندز ولايت مرستيال والي  سرپرست والي محترم مولوي شاکر سعد په خپلو خبرو کې د جرګو او ولسي غونډو په جوړولو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کړنې وستایلې او ددغه شان غونډو په دوام يې ټينګار وکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې د شمال ولايتونو په تېره بیا د کندز  خلکو له مېلمه پالنې او ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې  وویل: چې دا ستره بریا د افغان ولس د مشترک  جهاد  پايله ده.  چې د الله ج په مرسته  خپلو اهدافو ته ورسېدو  اوس په کار ده ، چې په ګډه د هېواد  اقتصادي حالت ښه او  پیاوړی کړو.

 

محترم نوري دغه راز د جهاد په دوران کې د شمال ولايتونو د  مشرانو له همکاریو مننه وکړه، وویل: چې افغانان  پیاوړي خلک دي او دا څووم ځل دی چې اشغالګر په افغانستان کې له شرموونکي ماتې سره مخامخ کېږي.

ښاغلي نوري دغه راز د اسلام مقدس دين په رڼا کې د ښځو پر حقونو رڼا واچوله، زياته يې کړه: اسلامي امارت ژمن دې چې ښځو ته په  اسلامي چوکاټ کې د کار او تحصيل حقوق ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu