د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ کې يوه خونړۍ شخړه پای ته ورسېده

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۰:۱۷
د کابل ولایت موسهي ولسوالۍ کې يوه خونړۍ شخړه پای ته ورسېده

پنجشنبه ۲۴ شعبان المعظم ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د کورنیو چارو وزارت معین سعيد الله حماد، د يادې ولسوالۍ ولسوال مولوي عبدالجميل.قومي مخور، ديني علماوو او سیمه‌ ییزو اوسېدونکو د يوې ولسي جرګې په ترڅ کې د کابل ولايت موسهي ولسوالۍ په احمد خېلو کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه شخړه چې له طرفينو پکې ۴ کسان په قتل رسېدلي وو او يو تن زخمي شوی و، حل او په دوستۍ بدله کړه.

يادې جرګې ته ښاغلي احمد په خپل وينا کې وويل چې د شريعت د قائمېدو په خاطر افغان ولس په تېر شل کلن جهادي مزل کې داسې سختۍ ګاللې چې ساری نشته، خو لله الحمد، ثمره يې هم د الله جل جلاله په نصرت تر لاسه کړه. له بې‌ رحمه اشغالګرو يې د خپل هېواد استقلال واخيست او آزاد ژوند ته يې مخه کړه.


اوس د دې وخت دی چې همدا غيرتي ولس د نظام د بقاء لپاره کار وکړي، کومې ناخوالې او زړه بدۍ چې د قومونو يا کورنيو ترمنځ شتون لري، د حاکم نظام له مسؤلينو سره دې يو ځای دغو ستونزو ته هم حل پيدا کړي. نوموړي همداراز د هغو کورنيو لپاره چې له څه مودې راهیسې سره خوابدې وې.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وزیر الحاج ملانور الله نوري پیغام ولوست. ښاغلي نوري په دې پيغام کې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې وه چې له دې وروسته د جنجالونو پر ځای د یوه بل خیر او ښېګڼه وغواړي، نور دې له شخړو لاس واخلي او سولې ته دې مخ کړي.

 

په پای کې ددواړو کورنيو استازو په خبرو کې دشرعي اصولو پربنسټ ددوی ترمنځ درامنځته شوې شخړې د له منځه وړلو په برخه کې دجرګه کوونکو او دسرحدونو،ق.ق چارو وزارت د استازي پرهڅو خوښي څرګنده کړه.هغوی ژمنه وکړه چې د شوې پرېکړې څخه به په هر حالت کې اطاعت کوي اونور به يو بل ته خنډ نه جوړوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu