د پکتیکا ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۳ - ۱۰:۵۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي نن چهار شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۲ مه نېټه د پکتیکا ولایت د ارګون، زېړوک، ګوملې، برمل، خیرکوټ او یحی خېلو ولسوالیو له قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې غونډه کې تر ښه راغلاست وروسته د راغلو قومي مشرانو او مخورو به استازیتو ښاغلي حاجي ملاخېل او نورمحمد ذکي خبرې وکړې، نوموړو په خپلو خبرو کې سیمه ییزې ستونزې له ښاغلي احمدزي سره شریکې کړې وې ویل: چې پاکستانیو ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې دیخوا ددغه ولایت په ځینو سرحدي ولسوالیو کې سر غړونې کړي دي او له کرښې هم مخته راغلي.
دوی همدا راز له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ. وړاندیز یې دا وه، چې د دوی د ولسوالیو په اړوند سرحدي سیمو کې دې د محلي اردو ته د امنیت د تامین دنده وروسپارل شي.
ژمنه یې وکړه، چې د تل په څېر به له خپل پلرني ټاټوبي څخه دفاع او ساتنه کوو او چاته به اجازه ورنه کړو چې زموږ د خاورې د یوې لویشتې لاندې کولو خیال هم وکړي. غوښتنه یې وکړه، چې ستونزې د حل په موخه د حکومت له مشرانو سره شریکې کړي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: افغانستان د تاریخ په اوږدوکې د تاسو په شان شملورو ساتلی د ستوزو په هوارې کې مو د جرګو او مرکو او یو ځای مشورو له لارې سره کار کړی.
ستاسو درنو مشرانو نه مو هیله داده، چې خپلې شته ستونزې مو د حل په موخه په لیکلې بڼه راوستوې، تر څو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه ورته د حکومت د مشرانو سره یو ځای د حل لارې چارې پیدا کړي.

همدا راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د دولت او ولس تر منځ د پولې حیثیت لري نو هڅه مو داده، چې ستاسو درنو مشرانو ستونزو ته د حل لارې پیدا کړو او په راتلونکي کې به د دې ستونزې د حل په موخه د نورو ادارو له استازو سره یو ځای د پکتیکا ولایت د ځینو ولسواليو حالت له نږدې وڅېړو او ستاسو ستونزې به کټ مټ لوړپوړو مقاماتو ته په لیکلي بڼه ورسوو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu