د ولسي جرګې له پخوانیو او اوسنیو غړو او یو شمېر مخورو سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۸ - ۹:۴۳
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن یکشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر۲۷ نېټه په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو له استازې اغلې نفیسې اعظمي، د ارزګان د خلکو استازې بي بي ګلالۍ محمدي، د ولسي جرګې پخوانۍ استازې اغلې حمیرا اکاخېل او یو شمېر مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي یووالي په ټینګښت او د سرحدي او ناامنه سیمو ځوانانو لپاره د ښوونې او روزنې په برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د مناسب چاپیریال رامنځته کول او هڅې ګټورې وبلل شوې.، ټینګار وشو چې باید له رامنځته شوي فرصت څخه د هېواد د راتلونکو نسلونو د سالمې ښوونې او روزنې لپاره پوره ګټه پورته کړو او په دې برخه کې لا ډېر کاروکړو.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu