د ولسي جرګې غړو سره ناسته

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۳ - ۹:۱۴
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم نن ماښام د خپل کار په دفترکې په ولسي جرګه کې د پروان ولایت د خلکو له استازي ښاغلي عبدالعزیز حکیمي او د کوچیانو استازي الحاج محمد رسول خان کوچي سره وکتل.

په دې کتنه کې راغلو استازو د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي محب الله صمیم ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله، نوموړي یې د هېواد مجرب او تکړه کدر وباله او د خپلو یو لړ ستونزو شریکولو ترڅنګ یې ښاغلي صمیم ته په چارو کې د لا زیاتو بریاوو هیله وکړه.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د ولسي جرګې له درنو غړو څخه مننه وکړه چې نوموړي ته یې د باور رایه ورکړه او ژمنه یې وکړه، چې تل به د خپلو هېوادوالو سلا مشورې اوري او په ګډه به د سولې او ملي یووالي د ټینګښت په لارکې هلې ځلې کوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu