د وزیرو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۰ - ۹:۲۹
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د وزیرو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو د خپلو یو لړسیمه ییزو ستونزو شریکولو په ترڅ کې، چې د وزارت په اړوندو لېسو کې د وزیرو ځوانانو ته د ونډې او روغتیایې اسانتیاوو برابرولو په برخو کې وې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له مشرتابه سره د حل په موخه شرېکې کړې.

نوموړو دغه راز وویل: د وزیرو قوم هم د دې هېواد لپاره نه ستړې کیدونکي هلې ځلې ترسره کړي او په هر ډول شرایطو کې يې د خپل نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په بشپړه توګه ملاتړ کړی او د نورو هېوادوالو ترڅنګ یې د هېواد د آبادې او سوکالۍ لپاره هڅې کړي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په هېواد کې د ټولو مېشتو درنو قومونو او قبایلو ګډ کور دی او د وزیرو قوم ځلانده تاریخ لري، چې تل یې د خپل هېواد څخه په مېړانه دفاع کړې او د خپل نظام ترڅنګ ولاړ دي.

ښاغلي صمیم وویل: تاسو درانه مشران کولای شې، چې خپلې ستونزې موږ ته په ډاګه کړئ، چې ستونزو ته به مو د وزارت له امکاناتو سره سم د حل لارې چارې پیدا کړو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu