د وزارت مسلکي مرستیال او سرپرست کړنې وستایل شوې!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۸ - ۱۴:۳۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي کړنې او لاسته راوړنې، چې د دوست هېواد هند څخه یې د وزارت د پروژو د ترلاسه کولو په برخه کې ترسره کړې وې نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۸ مه نېټه د اقتصاد وزارت د سلاکارانو ښاغلو خان آغا صافي او جمشید افغان یار له خوا د یوې کتنې په ترڅ کې د انځور په ورکول سره وستایلې.
په دې کتنه کې، چې د ولایتونو سره د اړیکو ریاست سرپرست ښاغلی حمیدالله خېبر هم حاضر و، یادو سلاکارانو د وزارت د مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي څخه مننه وکړه، چې د دوی سره یې د پروژو د عملي کولو په برخه کې هر اړخیزه همکاري کړې ده.
ورپسې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د اقتصاد وزارت له سلاکارنو څخه د مننې په ترڅ کې د دوی د هڅو او هلو ځلو ستاینه وکړه او د دوی سره یې د خپلو تلپاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

د یو بل خبر له مخې، د خوګیاڼیو ځوانانو د سرتاسري شورا او د دولت وزیر په استازولۍ ښاغلي میرویس وزیري یو ټوک کتاب، چې د (وسلوال پوځ )تر عنوان لاندې وه د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي ته ډالۍ شو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu