د وزارت د اړوندو لېسو بریالي زده کوونکي او زيارکښ استادان به تقدیر او وستایل شي!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۹:۴۴
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په مشرۍ نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۰ مه نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت یو شمېر رئیسان او د لېسو امرین هم حاضر و، د وزارت د اړوندو لېسو د بریالیو زده کوونکو، زیارکښه استادانو او په اړوندو تعلیمي مرکزونو کې د اصلاحاتو د تطبیق فعال برخه والو د ستایلو په موخه غونډه جوړه شوه.

په غونډه کې د وزارت مسلکي مرستیال وویل: د دې لپاره، چې استعدادونه پټ پاتې نه شي او د زده کوونکو ترمنځ سالم رقابت هم شتون ولري، نو باید هغه زده کوونکي، چې تل یې خپلو زده کړو ته پاملرنه کړې او په ازموینو کې یې لوړې نمبرې ترلاسه کړي او دغه راز هغه فعال کسان چې د اصلاحاتو په لړۍ کې يې فعاله ونډه اخیستې تقدیر او وستایل شي.

د دې ترڅنګ د وزارت په اړوندو لېسو کې ژور اصلاحات او مثبت بدلونونه رامنځته شوي، چې په دې برخو د استادانو رول هم له ارزښته ډک دی او د دوی هڅې هم د ستایلو وړ دي.

له همدې امله د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي بارکزي نن اړوندو رئیسانو او د لېسو امرینو ته لارښوونه وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې بریالي زده کوونکي، زیارکښ استادان او د اصلاحاتو په پروسه کې فعال برخه وال د یوې شاندارې غوڼدې په ترڅ کې، چې د ولسي جرګې غړي، سیاسیون، دیني عالمان، قومي مشران او مخور هم پکې ګډون کوي تقدیر او وستایل شي.

ورپسې د غونډې ګډونوالو هم مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي ته د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu