د وزارت اړوندو لېسو ته بايد زياته پاملرنه وشي!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۰:۱۹
mobta

دغه خبره نن د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلې ډاکټر فریدون بارکزي په داسې حال کې، چې ښوونې او روزنې رياست وارسي کوونکى ښاغلى جمال الدین زاهد او د لېسو امرين هم حاضر و، د يوې کاري ناستې په ترڅ کې څرګنده کړه.

په دې کتنه کې لومړى ښاغلې زاهد د لېسو په اداري او تدريسي حالت رڼا واچوله او پر ستونزو يې خبرې وکړي.

ورپسې ښاغلې مسلکي مرستيال د وزارت له خوا په لېسو کې مثبتو بدلونونو راوستو ته په اشارې سره وويل: زموږ لېسې بايد له هر پلوه نمونه وي، نوموړي اړوندو ريسانو ته لارښوونه وکړه، چې اړوندو لېسو ستونزو ته رسیده ګي وشي او پر وخت غوره خدمات وړاندې شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu