د وزارت اداري فساد پروړاندې د مبارزې کمېټې غونډه وکړه.

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۱۴:۲۸
mobta

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې کمېټه، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د ۹/۱۰/۱۳۹۹ لمریز کال د ۱۳۷ ګڼه حکم پراساس په وزارت کې د هر ډول فساد د مخنیوي او په چارو کې د شفافیت رامنځته کولو په موخه د وزارت د مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي او د بشري سرچېنو، داخلي تفتیش، اطلاعاتو اوعامه اړیکو او معلوماتي ټکنالوژې د ریسانو په ګډون رامنځته شوې ده، دویمه غونډه وکړه .

کمیټې د۱۳۹۹لمریزکال دمرغومي پر۱۴مه نېټه په خپله دویمه غونډه کې د فساد د لارو چارو د مخنیوی، په چارو کې د شفافیت رامنځته کولو، د شکایتونو صندوق، د قراردادونو او کارموندنې د اعلان د خپرېدو په موخه د بورډ په نصبولو، د کمېټې د دارالانشا په جوړولو او د تفتیش ریاست له خوا د یو ایمیل آدرس او ټیلفون شمېرې په مشخص کولو پرېکړې وکړې.

په وزارت کې له اداري فساد سره د مبارزې کمېټې ټیلفون شمېره او ایميل په لاندې ډول دي:

۰۲۰۲۳۱۴۴۲۵

audit@mobta.gov.af     

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu