د هېواد د پياوړي قومي مشر او مخور شخصیت حاجي عبدالغفور زوري د روغتیایي حالت پوښتنه وشوه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۹:۳۸
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير محترم محب الله صميم نن ماښام د د نیمروز ولایت د مشهور متنفذ او پياوړي قومي مشر ښاغلي زوري، کور ته، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې ناروغ دی، تشریف يووړ او د هغه د روغتيا پوښتنه یې وکړه.

ښاغلي محب الله صمیم د نوموړي د روغتیایي حالت د پوښتنې تر څنګ د هغه فعالیتونه وستایل، زیاته یې کړه: ستاسو په څېر په هېواد او ولس میینو شخصیتونو فعالیتونه او مبارزه زموږ ټولو لپاره د ژمنتیا او هېواد پالنې ستره بېلګه ده.

په پای کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نوموړي ته د لوی خدای ج له سپېڅلي دربار څخه د بشپړې روغتیا غوښتنه وکړه.

په مقابل کې ښاغلي زوري د محترم صمیم صاحب له نېک احساس او خواخوږۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu