د هېواد د نوموتي ملي هنرمند هنري او فرهنګي فعالیتونه وستایل شول!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۴:۲۳
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د هېواد له مشهور ملي او حماسي سندرغاړي ښاغلي استاد ګلزمان سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي استاد د وزارت د ملي او فرهنګي ورځو په لمانځغونډو کې د خپل ګډون او هنري فعالیتونو په اړه ښاغلي صمیم ته معلومات وړاندې کړل او په دغو برخو کې یې د وزارت له ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د استاد هنري فعالیتونه وستایل وې ویل: د وزارت ملي او فرهنګي غوڼدې د استاد په ملي او حماسي سندرو او کنسرتونو ښکلي دي، موږ باید په ژوند خپل نوموتي هنرمندان وستایو او د هغوې قدر وکړو.

ښاغلي صمیم دغه راز ژمنه وکړه، د استاد د ستاینې او هڅوونې لپاره به د هغې ستاینغوڼدې په جوړولو او لګښت کې، چې په نږدې راتلونکی کې له همکارو ادارو سره جوړیږي بشپړه همکاري وکړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu