د مالي او اداري لوی ریاست سرپرست د وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۸ - ۱۴:۴۳
mobta

۱۸/۱۱/۱۳۹۹د سرحدونو اوقبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم له خوا د مالي او اداري لوی ریاست سرپرست ښاغلی حمیدالله بارکزی په داسې حال کې، چې د وزارت معینان، سلاکاران، رئيسان او د بېلابېلو ادارو څخه یو شمېر مېلمانه هم حاضر وو، د وزارت کارکوونکو ته ورپېژندل شو.

په هغه غونډه کې، چې له همدې امله جوړه شوې وه، لومړی د بشري زېرمو رئيس ښاغلي محمد یاسین پکتین له خوا د جمهور رئیس هغه حکم، چې د مالي او اداري ریاست سرپرست په توګه د ښاغلي حمیدالله بارکزي د ټاکل کېدو په مناسبت صادر شوی و، ولوستل شو.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي بارکزي ته د نوې دندې مبارکۍ ویلو ترڅنګ یې نوموړي ته په چارو کې د بریا هیله وکړه د یاد ریاست د چارو په سمون یې ټینګار وکړ.

ښاغلي محب الله صمیم زیاته کړه: هېواد مو په حساسو شېبو کې دی له بلې خوا د نړیوالې ټولنې مرستې مشروطې دي نو له اړوندو رئيسانو او په تېره د مالي او اداري لوی ریاست له سرپرست څخه مې هیله داده، چې د خپلو چارو د پرمخ بیولو ترڅنګ له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.

وروسته ښاغلي حمیدالله بارکزي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د وزارت د مشرتابه له باور او اعتماد څخه مننه وکړه، چې نوموړي ته یې دا ستر مسؤلیت وروسپاره او ټینګار یې وکړ، چې خپلې چارې به په ژمنتیا او صداقت له نورو ریاستونو سره په همغږۍ او همکارۍ پرمخ یوسي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu