د قومي شوراګانو د انسجام په موخه ګډه غونډه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۹:۳۹
mobta

 

یاده غونډه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په مشرۍ نن دوشنبه د۱۴۰۰لمریز کال د مرغومي پر۳۱نېټه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د وزارت د یو شمېر رئیسانو سربېره د کلیو بیا رغوني او پراختیا، ارشاد، حج او اوقافو، ښځو چارو، د سولې په چارو کې د دولت وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو آدارې استازو ګډون کړی و.

د غونډې برخه والو د قومي شوراګانو لپاره د یوې واحدې طرحې د شتون، د قومي شوراګانو د ارزښت او جوړېدو، تریوه واحد چترلاندې د دیني عالمانو او قومي شوراګانو د راټولېدو، ترمنځ یې د انسجام له لارې د ستونزو د حل، له جرګو او شوراګانو څخه د مثبتو پایلو د ترلاسه کولو په څرنګوالي، له نظام څخه د قومي جرګو او شوراګانو د ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې، چې د وزارتونو استازو په خپله برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې په ګډو هڅو او همغږۍ ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu