د قومونو د انسجام او ملي یووالي په ټینګښت کې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم هڅې وستایل شوې!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۰ - ۹:۴۳
mobta

د بلخ ولایت پخواني مرستیال شجاع الدین شجاع او ورسره ملګرو یې نن له غرمې مخکې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي شجاع د قومونو د انسجام، سولې او ملي یووالي د ټینګښت په برخو کې د وزارت د مشرتابه هڅې وستایلې او د خپلو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم له نوموړو سره ژمنه وکړه، چې د سولې، ملي یووالي، او د امنیت د ټینګښت په برخو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د قومي مشرانو، مخورو او بانفوذه شخصیتونو سره په سلامشور به خپلې چارې پر مخ بوځي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu