د قبایلي مشرانو غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل شول!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۱:۴۰
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن سې شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۲۴ مه نېټه په داسې حال کې، چې د وزارت مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ښاغلی عبدالوحید خاورې هم حاضر و، له یو شمېر قبایلي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو د خپلو یو لړ ستونزو شریکولو ترڅنګ، د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې تل یې د دوی ځوانانو ته د وزارت په اړوند لېسو کې د زده کړې او په دې برخه کې د غوره میکانیزم زمینه برابره کړې ده.

همدا راز نوموړو د وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل، چې د دوی ځوانان دې د تل په څېر د لوړو زده کړو ترسره کولو په موخه بهرنیو هېوادونو ته د بورسونو له لارې معرفي او د وزارت په اړوند لېسو کې دې د قبایلي ځوانانو د شاملیدو لړۍ پراخه شي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د یادو قبایلي مشرانو غوښتنې او وړاندیزونه پر ځای وبلل او په دې برخه کې یې د خپلو همکاریو ډاډ وکړ.
ښاغلي بارکزي له دوی څخه وغوښتل، چې د تل په څېر دې خپل ځوانان د زده کړو ترسره کولو په موخه د وزارت اړوند لېسو ته معرفي کړي.

د یادولو وړدی، چې قبایلي مشرانو د وزارت په اړوند دیوال باندې د هېواد د ملي شخصیتونو، اتلانو او ملي مشاهیرو په تېره بیا د پښتنونخوا مشاهیرو انځورونو د نقاشي کولو له امله هم مننه او قدر داني وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu